کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مسوولینو ویلی، چې دا تړونونه نن کابل کې د اوبو او برېښنا وزارت او عوفی بهرام شرکت ترمنځ د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شول.
د اوبو او انرژۍ وزیر د دې تړونونو د لاسلیک پرمهال ویلی، دغه پروژې به په فراه، روزګان او پکتیکا ولایتونو کې پلی کیږی.
د دوی په وینا د حکومت امیر د ۲۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید حکم ورکړی چې دایې پیل دی.
د اوبو او برېښنا وزیر ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به کابل کې هم د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه پلی کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ