کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمیتری ژیرنوف د روسیې له ټاس خبری آژانس سره په مرکه کې ویلی، چې د روسیې او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګری څو چنده زیاته شوې ده.
د ده په خبره د تېلو د تولید په برخه کې د مسکو او کابل ترمنځ همکاری له مخکې پیل شوې او هغه مخ په پراخېدو ده.
نوموړی دغه څرګندونې د افغان چارواکو د هغو وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وکړې، چې ویلی یې دی، نیت لری د خوړو د خوندیتوب او د تېلو د تولید په برخه کې له روسیې سره همکارۍ ته پراختیا ورکړی.
په کابل کې د روسیې سفیر ویلی، دوه اړخیزه سوداګری اوس څو چنده زیاته شوې او هغه هم تر ډېره بریده په دې خاطر چې روسیې افغانستان ته د غنمو، اوړو او غوړیو او د موټرو د تېلو په ګډون د ځینو توکو صادرات زیات کړی دی.
د روسیې سفیر همدارنګه زیاته کړې، چې د افغانستان کام ایر خصوصی هوایی شرکت لېوالتیا ښودلې چې له کابل څخه مسکو ته مستقیمې الوتنې پیل کړی او زیاته یې کړه چې د اړتیا په صورت کې به روسیه ورسره مرسته وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ