معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې پرونۍ اورلګېدنې خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

کندهار کې پرونۍ اورلګېدنې خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ولایتي چارواکي ويلي، چې د دې ولایت د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند وېش بازار کې د پرونۍ رامنځته شوې اورلګېدنې له امله هټيوالو ته په ميليونونو افغانۍ زيان رسیدلی.

د سپين بولدک ولسوال ویلي، د اوروژنې کارکوونکو په هلو – ځلو دغه اورلګېدنه له څو ساعتونو وروسته کنټرول شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، په لومړیو شېبو کې دغه اور پراخ شوی و، چې سلګونه دوکانونه یې له امله سوځېدلي دي.

تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل نه دی څرګند، خو مسوولین وايي ښايي د لمريزې برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې وي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس