د ټاپی پروژې پر سر د خبرو لپاره د ترکمنستان یو پلاوی کابل ته راغی

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومی ۱۸مه) د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یو تخنیکی پلاوی په مشرۍ د ټاپی پروژې د بحث لپاره لومړی هرات او نن کابل ته راغلی.
په کابل کې د ترکمنی پلاوی د لیدنو په اړه جزیات نشته خو د هرات د سوداګرۍ او صنعت خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې یاد پلاوی دوی سره د ټاپی پروژې د کار پر چټکتیا خبرې کړی دی.
په دغې خبرپاڼه کې ویل شوی چې له ترکمنستانه له راغلی پلاوی سره د یاد هېواد ټاپی پروژې مشر هم ملتیا کوی.
سرچینه زیاتوی، د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال ویلی، د دې پروژې لپاره مهم څیز امنیت دی چې اوس په افغانستان کې امنیت راغلی دی، نو ترکمنستان کې د یادې پروژې کار بشپړ شوی او افغانستان کې به هم پیل شی.
ترکمنی پلاوی په افغانستان کې له پخوا د ښه امنیت په تړاو افغان چارواکو ته د دې پروژې د ښه پلی کېدو ډاډ ورکړی.
افغان چارواکو هم د تخنیکی چارو په برخه کې له ترکمنستانه د همکارۍ غوښتنه کړې او ویلی یې دی، هغه لوژیستکی شرکتونه چې غواړی دې برخه کې کار وکړی، د کار زمینه به ورته برابره شی.
د ټاپی پروژه په ۲۰۱۸م زیږدیز کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند مشرانو له خوا پرانیستل شوه.
د دغې پروژې له لارې به ګاز او برېښنا له ترکمنستانه افغانستان بیا پاکستان او له هغه هېواده، هندوستان ته ولېږدول شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.