اوچا وایی، ناچاوده توکو د ۴۵ زره افغانانو ژوند اخیستی

کابل-ګهیځ نیوز(د اسد لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلی، چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې تر اوسه د افغانستان ۴۵ زره وګړی له جګړو د پاتې چاودېدونکو توکو قربانی شوی.

یاد بنسټ پر خپلې اېکس پاڼې په یوه لیکلی بیان کې ویلی، چې دا شمېرې په دې معنا چې هره میاشت په افغانستان کې ۱۰۰ تنه د ماین او له جګړو د پاتې توکو قربانی شوی.

اوچا زیاته کړې چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال د قربانیانو ۸۹ سلنه ماشومان وو.

د ملګرو ملتونو د بشری مرستو همغږی کوونکی دفتر ویلی، چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د بودیجې کمښت د ماین پاکۍ برنامې او له قربانیانو سره مرسته ګواښی او د ۳.۴ میلیون تنو ژوند له خطر سره مخ کوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.