حـ.ـزب الله د اسراییلو پر لور د راکیټونو د توغولو خبر ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز(د اسد لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لبنان حـ.ـزب الله ډلې ویلی٬ چې تېره ورځ یې د اسراییلو پر لور بې پیلوټه الوتکې او راکټونه توغولی دی.

د دوی په وینا دغه کار یې د اسراییلو تر بریدونو وروسته کړی.

د فرانسې خبری آژانس د راپور له مخې اسراییل ویلی، چې د دغه هېواد هوایی ځواکونو د یکشنبې په سهار د لبنان د حزب الله ډلې د وسلو دوه زېرمې تر برید لاندې ونیولې.

د فرانسې خبری آژانس د راپور له مخې په لبنان کې د اکټوبر له میاشتې راهیسې لږ تر لږه ۵۱۸ کسان د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوی دی.

د اکټوبر له اوومې راهیسې چې اسراییلو پر غزې پراخ بریدونه پیل کړی، حزب الله ډلې تقریباً هره ورځ د حـ.ـماس په ملاتړ د اسراییلو په لور توغندی توغولی دی.

اسراییلی چارواکو ویلی، چې د حزب الله دغو بریدونو کې تر دا مهاله ۱۸ اسراییلی عسکر او ۱۳ ملکیان په اسراییلو کې وژل شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.