د سپین بولدک او چمن لار د تګ – راتګ پر مخ هماغسې تړلې

کابل-ګهیځ نیوز(د اسد لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ځایی مسوولینو ویلی، چې د سپین بولدک – چمن لار د تګ – راتګ پر مخ بېرته تړلې ده.

د مسوولینو په وینا، تېره ورځ دغه دروازه د افغان چارواکو سره د همغږی، ناستې او په دې اړه ګډ میکانیزم پرته لنډ وخت لپاره پرانېستل شوې وه، چې موخه یې د پرلت کوونکو او هغې غاړې ولسونو تېر ایستل وو.

د سرچینې په خبره، دا دروازه مخکې هم د پاکستانی حکومت له لوری د پاسپورټ په بهانه تړل شوې وه او تېره ورځ هم دوی پرانېستې وه، خو نن یې بیا تړلې.

افغان ځایی مسوولینو له خلکو غوښتی، چې پر دې لار له تګ – راتګ ډډه وکړی، څو د بندې لارې له امله بې ځایه په زحمت نه شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.