کابل-ګهیځ نیوز(د اسد ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې په بامیان کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانېستل شوی دی.
د خبر پر بنسټ دغه نندارتون پرون د روانې زمری میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوی دی.
د مسوولینو په خبره، دغه نندارتون کې ۱۷۰ غرفې اېښودل شوی چې ۱۰۰ هغه یې ښځو ته ځانګړې شوې دی.
دغه نندارتون چې پنځه ورځې به دوام وکړی، د جوړولو اهداف یې کورنیو محصولاتو او تولیداتو ته وده او بازارموندنه، د ملی صنعت پراختیا، له کورنیو تولیداتو څخه د کارونې په تړاو د خلکو خبرول او هڅول، د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د سوداګرۍ انګېزې ډېرېدل، د کورنیو تولیداتو او د هېواد اقتصادی ودې او پراختیا ترڅنګ د نندارتونونو او سوداګریزو غونډو جوړولو کلتور دودول ښودل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ