وړمه ورځ د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې، چې په ترڅ کې یې د زرګونو افغان ځوانانو د راتلونکی تعلیمی او تحصیلی سفر لومړنۍ ګامونه څرګند شول.
د ازموینو ملی ادارې د شمېرو له مخې سږکال د کانکور ازموینې له لارې ۴۱ زره ۲۹۳ تنه لوړو زده کړو مؤسسو ته، ۲ زره ۱۴۴ تنه د نیمه لوړو زده کړو مؤسسو ته او ۱۳۰۱ تنه دینی مدرسو ته بریالی شوی دی.
دا اعلان شوې پایلې د هغو ځوانانو د هڅو او قربانیو څرګندونه کوی، چې د ډېرو ستونزو او ننګونو په منځ کې یې خپلې زده کړې ترسره کړې او له ګڼو ستونزو او ناخوالو سره سره یې له یوې نړۍ هیلو او امیدونو سره د کانکور تر آزموینې ځانونه را رسولې دی، له همدې امله ویلای شو چې دا ځوانان زموږ د هېواد د راتلونکې هیله او پانګه جوړوی، د دوی بریاوې نه یوازې د دوی شخصی لاسته راوړنې دی؛ بلکې د ټول افغان ولس لپاره د ویاړ او خوښۍ خبر دی.
د اعلان شویو پایلو له مخې د سږ کال د کانکور په آزموینه کې عمومی اول نمره “اتل خان رحیم زوی” د کابل ولایت اوسېدونکی دی چې د ۳۵۹.۶۹ نمرو په اخیستلو سره د کابل طب پوهنځۍ ته بریالی شوی او همدا رنگه سید حامد هاشمی د بلخ ولایت اوسېدونکی دی چې د سږ کال په کانکور آزموینه کې د ټول افغانستان په کچه دوهم نمره شوی، چې دی هم د ۳۵۷.۷۱ نمرو په اخیستلو سره د کابل طب پوهنځی ته بریالی شوی دی.
همدارنګه شفیع الله نظامی د فراه ولایت اوسېدونکی دی چې د ټول افغانستان په کچه یې درېیم مقام خپل کړی دی او د ۳۵۷.۲۵ نمرو په اخیستلو سره د هرات طب پوهنځی ته بریالی شوی.
د افغان حکومت د لوړو زده کړو وزارت د کانکور آزموینې د پایلو په اعلان سره ویلی دی چې دغه وزارت په علمی ډګر کې د محصلینو لپاره ډېر څه چمتو کړی دی او په ځانګړی ډول هغو کسانو ته چې تازه یې پوهنتونونو ته لار موندلې.
په افغانستان کې تر وروستی سیاسی او پوځی بدلون وروسته په پرله پسې ډول د کانکور د آزموینې اخیستل کېدل او بیا د هغې د پایلو اعلان د دې ښکارندویی کوی، چې د افغان ځوانانو هڅې او قربانۍ بې ځوابه ندی پاتې او په هېواد کې سیاسی او پوځی بدلونونه د هغوی د زده کړو بهیر تر اوسه ندی ټکنی کړی، خو که چېرې له دې یون سره د افغان نجونو هڅې هم یوځای شی او هغه ستونزې حل شی چې دا دوه درې پرله پسې کلونه یې د هېواد نجونه او ښځینه زده کړه یالانې له خپل مسیر څخه وروسته پاتې کړې، د هېواد د پرمختګ پر لار به دا سخت او پېچومی سفرونه ډېر په آسانۍ ترسره شی.
اوس د دې وخت را رسیدلی ترڅو هغه ستونزې او مسایل چې له امله یې د نجونو زده کړو بهیر ټکنی شوی او ځنډېدلی، په پوره چټکۍ له مینځه ولاړ شی او د هېواد تر نیمایی زیات نفوس ته د زمینې برابرولو لپاره هڅې او کوښښونه وشی.
لکه څنګه چې د دغو ځوانانو بریاوې نه یوازې د دوی راتلونکی روښانه کوی، بلکې د ټول هېواد لپاره یوه نوې هیله او انرژی راوړی. دغه ډول د نجونو تعلیم د دې پرمختګ بل وزر دی چې په نه شتون یې په یوه وزر د هېواد د پرمختګ او له نړۍ سره سیالی ناممکنه ده.
هېوادوال مو په یاد لری چې دلته د نجونو د تعلیم تر بندېدلو وړاندې، ډېر کله به نجونو په کانکور آزموینه کې لومړی مقامونه ګټل او خپلې کورنۍ او ټولنې ته به یې ویاړ راوړلو.
څرګنده وه چې افغان نجونې نه یوازې په خپل محنت او ژمنتیا سره بریا ترلاسه کولای شی، بلکې د نورو لپاره به یې هم الهام بخښونکی رول لوبولی شی.
د لوړو زده کړو وزارت او د آزموینو ملی ادارې د مسؤولینو په وینا دوی هڅه کوی چې محصلینو ته یو پرمختللی تعلیمی چاپېریال برابر کړی، څو افغان ځوانان وکولای شی خپلې علمی هیلې او خوبونه په حقیقت بدل کړی خو د دې ترڅنګ دا هم لازمه ده چې باید پدې اړه هم هڅه وشی چې د ټولنې تر نیمایی زیاتې برخې ته هم د منځنیو او لوړو زده کړو حق ورکړل شی، دوی ته زمینه برابره شی او پدې سره به یقینا د غوڅ اکثریت افغانانو مړاوې هیلې یوځل بیا را ژوندۍ شی.
د افغان ځوانانو لپاره دا اعلان شوې پایلې د زده کړو د پرمختګ او د دوی د زړورتیا او استعداد ښکاره بېلګه ده، خو که د کانکور په راتلونکو پایلو کې له ځوانانو سره ملالې نجونې هم ملې شی، دا به د افغانستان او افغانانو په ژوند کې یو لوی بدلون او یو مثبت او اغېزناک ګام وی او ورسره به زموږ د هېواد راتلونکی لا روښانه شی.
په همدې هیله
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ