ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومی ۱۹مه) اسلامی امارت منلې چې د کابل پوهنتون استاد او د سیاسی چارو شنونکی فیض الله جلال یې نیولی دی.
د اسلامی امارت مرکزی ویاند او د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوټېر پاڼه لیکلی چې نوموړی د هغو خبرو د وضاحت لپاره نیول شوی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خلک د نظام پر ضد هڅول او د انسانانو عزت یې زیانمن کاوه.
مجاهد لیکلی: “تر څوپورې بل څوک د استاد او دانشمند!!؟ له ادرسه داسې اوتې بوتې ونه وایی او دچا شخصیت او عزت ته زیان ونه رسوی”.
نوموړی څه موده وړاندې د کابل طلوع تلویزیون د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال په دوحه کې د اسلامی امارت له ویاند محمد نعیم سره لفظی شخړه وکړه او پر طالبانو یې کلکې نیوکې وکړې.
پر دې سربېره یې په ټولنیزو رسنیو کې داسې څرګندونې کړی چې د چارواکو په باور د خلکو تر منځ کرکه او اختلاف زېږوی.
جلال په بېلابېلو پوسټونو کې لیکلی: “ملی شتمنی د راولپېنډۍ د فارغانو په برمته کې لوېدلې”. ډیورنډ کرښه د پښتنو مشرانو له خوا تکراری لاسلیک شوه، دا د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمی پوله ده، د نړۍ له خوا په رسمیت پېژندل شوې دې کرښې ته زمونږ خلک احترام لری”. د استخباراتو رییس او ډېر کارمندان یې له آی اس آی معاش خوری، دوی ټول پاکستانیان دی”.
د بښنې نړیوال سازمان د سوېلی اسیا څانګې پر ټوېټر پاڼه د ښاغلی جلال نیول کېدل غندلی او ژر ترژره یې د نوموړی د خوشی کېدو غوښتنه کړې ده.
گهیځ