افغان او ایرانی لوری د هلمند پر اوبو خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د اسد  ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د انرژۍ وزارت له مرستیال، محمد جوانبخت او مل پلاوی سره کتلی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې په دغه کتنه کې محمد جوانبخت ومنله چې روان اوبیز کال کې د ایران اوبیزه حقابه تامین شوې او د کال تر پایه به نوره حقابه هم ترلاسه کړی.

 خبرپاڼه کې راغلی، دغه کتنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو، هلمند د اوبو او اوبیزو پروژو په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې کړی.

د بهرنو چارو سرپرست وزیر ویلی، په تېرو ۴۵ کلونو کې د حکومتونو د نه پاملرنې له امله د کجکی بند شاوخوا نیمې ذخېرې خپله اصلی وړتیا له لاسه ورکړې او له ایرانی لوری یې وغوښتل، څو دغه راز حقایق په پام کې ونیسی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.