کابل-ګهیځ نیوز(د اسد ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایرانی رسنیو د خپلو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې له افغانستان سره پر پوله ۳ سوه کیلو متره دېوال جوړوی.
د مهر دولتی خبری آژانس په یوه خپاره کړی راپور کې ویلی، چې د ایران د پیاده ځواکونو عمومی قومندان جنرال مهدی شېردل پرون له افغانستان سره پر پوله خراسان رضوی ولایت ته سفر کړی او د دېوال د جوړولو چارې یې کتلې دی.
جنرال مهدی ویلی، چې دا دېوال د افغانستان د پولې په اوږدو کې ۳ سوه کیلومتره اوږد او څلور متره لوړ دی، چې چارې به یې ډېرې ژر بشپړې شی.
ایرانی چارواکو ویلی، د دې دېوال د جوړولو موخه یې د دوی په خبره د امنیت د لا ټینګښت، د مخدره موادو د قاچاق او د ناقانونه کډوالو د ورتګ مخنیوی دی.
افغان لوری لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دی ویلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ