کابل-ګهیځ نیوز(د اسد ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر ځایي سرچینو باختر آژانس ته ویلي، چې پاکستاني لوري نن چهارشنبه د پلي افغانانو پرمخ د تورخم دروازه تړلې ده.
ځایي سرچینو په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې پاکستاني عسکر هېڅ ویزه لرونکي افغان ته اجازه نه ورکوي، چې د تورخم پر دروازه هغې غاړې ته لاړ شي.
پاکستاني لوري د دغه کار علت تر اوسه نه دی په ډاګه کړی.
باختر آژانس ویلي، چې هڅه کوي څو په دې تړاو وروستي جزیات د افغان مسوولینو څخه تر پوښتلو وروسته خلکو سره شریک کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/