کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد پروژې سروې بشپړه شوه

کابل گهیځ نیوز ( ۴ اسد ۱۴۰۳):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد پروژې په عملی کېدو سره به په دغه ولایت کې ۲ میلیونه کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شی.

د چارواکو په خبره کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د را لېږد پروژې سروې بشپړه شوې او د سرپرست حکومت د مشر له پرېکړې وروسته به د دغې سترې پروژې عملی چارې پیل شی.

دغه پروژه د پنجشېر له مرکز بازارک څخه د کابل تر تره خېلو پورې۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لری، چې د ۱۷۰ میلیونه ډالرو په لګښت به د سرپرست حکومت لخوا پلې شی.

د سرچنې د معلوماتو له مخې یاده پروژه به د دریو کلونو په موده کې بشپړه او د اوبو په برخه کې به د کابل ښار د ۲ میلیونه اوسېدونکو ستونزه حل شی.

ــــــــــــــ

گهیځ نیوز از گوشه و کنار کشور و از اطراف و اکناف جهان، با تازه ترین اخبار، وقایع، مصاحبه ها، گزارش ها و تبصره ها روی داغ ترین قضایا ومهم ترین رخداد ها با در نظر داشت اصل دقت و توازن هر ساعت خدمت شما تقدیم می کند. ادرس های خبری ما:

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.