کابل-ګهیځ نیوز(د اسد ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د بلخ حېرتان ښارګوټی کې د ازبکستان اوبو وزیر سره د امو سیند اړوند په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړی.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې د کرنې وزیر په مشرۍ د افغان حکومت پلاوی له ازبک پلاوی سره د امو سیند په تخریباتو، د اوبو پر کموالی، د اقلیمی بدلون پر اغیزو، د تحکیماتو پر پیاوړتیا او د لا نورو ویجاړیو پر مخنیوی خبرې – اترې کړی.
دا ناسته د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د بلخ حیرتان ښارګوټی کې برابره شوې وه.
د ازبکستان پلاوی مشری د هغه هېواد د اوبو وزیر شوکت همرایوف کوله.
هر کال د پسرلی په موسم کې د امو طغیانی کېدو په مهال دواړو هېوادونو زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه او د اوسېدو کورونه له منځه ځی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ