معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چینايي سوداګر افغانستان کې د سولري تختو پر تولید پانګونه کوي

چینايي سوداګر افغانستان کې د سولري تختو پر تولید پانګونه کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې یو چینایي سوداګر غواړي افغانستان کې د سولرو د تولید په برخه کې ۴۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د “شي یه” په نوم د دې پانګوال په پانګونې سره به هېواد کې زر تنو ته کاري زمینه هم برابره شي.

د یاد وزارت مسوولینو نوموړي پانکوال ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د سرپرست حکومت رهبري په افغانستان د صنعت ودې او پراختیا ته ژمنه ده.

بل لور د برېښنا برخې پوهان سولري یا لمریزه برېښنا یوه پاکه او د نظر وړ او پایداره سرچینه بولي، چې د برېښنا لګښتونه راکموي او له چاپېریال ساتنې سره کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس