کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان دفاع وزارت خبر ورکړی، چې روسیه کې د افغان حکومت یو تن سرتېری د پوځی سپورټ نړیوالې شورا له لوری د سولې لپاره د البروس د غر ختنې سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړی.
په دې سیالۍ کې د افغانستان، برازیل، ارمنستان، هند، اردون، عراق، ایران، چین، منګولیا، نامیبیا، عمان، ایکوادور او روسیې هېوادونو ۵۰ تنو سرتېرو ګډون کړی وو.
دفاع وزارت ویلی، چې دا افغان سرتېری استاد محمد هارون یاسر نومیږی.
د قفقاز غرونو دا څوکه البروس نومیږی، چې د اروپا بام په نوم هم شهرت لری او د بحر له سطحې څخه ۵زره ۶۴۲ متره لوړه ده.
دفاع وزارت همدارنګه ویلی، چې یاد افغان سرتېری له اتلولۍ وروسته خپل روسی سیال د اسلام په مبارک دین هم مشرف کړ او د اروپا پر بام یې د اسلام سپېڅلې کلیمه وویله.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ