کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییلی رسنیو راپور ورکړی، چې د سوریې په اشغال شوې سیمه ګولان کې د توغندیز برید له امله ۱۱ اسراییلیان وژل شوی او ۳۰ نور ټپیان شوی دی.
دغو رسنیو د خپلو ځایی مسوولینو له قوله ویلی، چې د ګولان په سیمه کې د فوټبال په یو لوبغالی د لبنان څخه په توغول شوی توغندی برید کې ۱۱ اسراییل ووژل او تر ۳۰ نور یې ټپیان کړل.
دا برید د ګولان په مجدل شمس سیمه کې شوی چې مسوولینو د اوو ټپیانو روغتیایی حالت نازک ښودلی.
د لبنان حزب الله شیعه ډله چې د میاشتو راهیسې اسراییلو سره په کشمکشونو او تنشونو کې اخته ده، په ګولان برید کې خپل لاس لرل رد کړی.
بلخوا د صهیونستی رژیم مشر بنیامین نتنیاهو په عاجله توګه د امریکا سفر پای ته رسولی او د برید وروسته بېرته اسراییلو ته ګرځېدلی دی.
سره له دې چې حزب الله ډلې په دې برید کې لاس لرل رد کړی، خو اسراییلی چارواکو یادې ډلې ته سخت ګواښونه کړی او د چارو د ډېری پوهانو په باور ښایی د ګولان تر برید وروسته د اسراییلو او حزب الله ترمنځ کشمکشونه په مخامخ جګړې بدل شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ