کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د ظرفیت لوړونې څانګې له لوری په کابل کې له تېرې ورځې راهیسې د تکړه بهرنیو او کورنیو روزونکو تر څارنې لاندې د فزیکی تکړښت ټرېنرانو او دغه راز د ورزشی ډاکټرانو د روزنې لپاره روزنیز ورکشاپونه پیل شوی دی.
کرکټ بورډ ویلی، د دې ورکشاپونو په ترڅ کې به بېلابېلو ګډونوالو ته په اړوند برخو کې روزنه ورکړل شی.
د مسوولینو په وینا دغه دواړه روزنیز ورکشاپونه به د روانې جولای میاشتې تر دېرشمې نېټې دوام وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ