کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت اقتصادی معاونیت ویلی، د تېرو دوو کلونو په پرتله بهر ته د صادراتو کچه دوه برابره زیاته شوې ده.
د خبر پر بنسټ، اقتصادی معاونیت د هېواد د صادراتو په اړه د یو معلوماتی کلیپ په خپرولو سره ویلی، اوس مهال په ۲۴ سوداګریزو سکټورونو کې د نړۍ شاوخوا ۸۰ هېوادونو ته په عادی ډول د هېواد صادرات دوام لری، چې د دغو صادراتو ډېره برخه له ۱۳ ولایتونو څخه ترسره کیږی.
دغه معاونیت زیاته کړې، د صادارتو د لا پراختیا او معیاری کولو لپاره په کابل، کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې له نړیوالو معیارونو سره سم د صادراتو د پروسېس او بسته بندۍ زونونه جوړیږی، چې هر زون ته یې سل جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
اقتصادی معاونیت په عین حال کې ویلی، چې د دغو زونونو د ځمکو د انتقال چارې بشپړې شوی، چې په نږدې راتلونکی کې به یې عملی چارې پیل شی.
د مسوولینو په وینا د دغې چارې په پایله کې به یو لک کسانو ته د کار زمینه هم برابره شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ