کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات ولایت ځایی سرچینو ویلی، چې په دغه ولایت کې ۱۵۰ نورې صرافۍ هم تړل شوی.
د خبر پر بنسټ دا صرافۍ د جواز نه لرلو له امله پرون د هرات په خراسان مارکېټ کې تړل شوې دی.
په یاد ولایت کې ځایی چارواکو صرافانو ته ویلی، چې د افغانستان له بانک څخه جوازونه واخلی.
په تېرو دوو ورځو کې په خراسان، شېردل، کریمیار او ضیا.مارکېټونو کې د صرافیو نږدې زر دوکاونه تړل شوی دی.
له هرات ولایت څخه د صرافیو د تړل کېدو خبر په داسې مهال ورکول کیږی، چې څه موده وړاندې په کندهار کې هم د صرافۍ ځینې دوکانونه د جواز نه لرلو له امله تړل شوی وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ