کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء سیاسی مرستیال مـ.ـولوی عبـ.ـدالکـ.ـبیر د لوړ پوړی پلاوی په مشرۍ د ایران په رسمی بلنه دې هېواد ته سفر کړی.
د افغان حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپلې اېکس پاڼې ویلی، سیاسی مرستیال به د دې درې ورځنی سفر په ترڅ کې د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې ګډون وکړی.
د ده په خبره نوموړی به د ایران سره د سیاسی او اقتصادی اړیکو د لا پیاوړتیا، هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو حل او د همکاریو په پراختیا خبرې وکړی.
د مسوولینو په وینا سیاسی مرستیال به د دې سفر په جریان کې د یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره لیدنې کتنې ولری.
د ایران د نوی ټاکل شوی ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسم به نن سه شنبه ترسره شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ