د ترکمنستان د رېل پټلۍ ادارې یوه پلاوی هرات ته سفر کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکمنستان د رېل پټلۍ ادارې یوه پلاوی د تورغنډۍ بندر د رېل پټلۍ د پراختیا په موخه هرات ته سفر کړی.

د مسوولینو په وینا دغه پلاوی د یاد ولایت له سرپرست والی سره په کتنه کې ویلی، چې د دواړو هېوادونو مسلکی ډلې به په دې برخه کې خپلې ارزونې پیل کړی.

د ترکمنستان د رېل پټلۍ ادارې عمومی رییس آزاد عطا مرادوف ویلی، هېواد یې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو او د تورغنډۍ بندر رېل پتلۍ د تم‌ځای پراختیا ته لېواله دی.

د ځایی مسوولینو په خبره د هرات والی هم ترکمنستانی پلاوی ته ویلی، چې افغانستان د تورغنډۍ د رېل پټلۍ او د دغې رېل پټلۍ د ‌تمځای پراختیا ته چمتووالی لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.