خېبر پښتونخوا کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ ۱۱ غړی مړه شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا کوهاټ ښار په دره ادم خېل زوړ بایزید خېلو سیمه کې د سېلابونو او تېز باران له امله د یوې کورنۍ ۱۱ غړی مړه شوی دی.

د ۱۱۲۲ ډله چې د ژغورنې په عملیاتو بوخته ده وایی، د دغه کور په ځمکتل کې د یوې کورنۍ غړی د سېلاب په اوبو کې ډوب شوی.

دغه ادارې زیاتوی، چې په مړه شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی همدا راز وایل ګیږی چې د سېلاب په اوبو کې ورکه شوې یوه پنځه کلنه ماشومه هم ژغورل شوې ده.

د جولای له ۲۹مې راهیسې په خېبر پښتونخوا او د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د پرلپسې بارانونو اورښت پیل شوی، چې له امله یې ګڼې سیمې اوبو لاندې کړې دی.

د پاکستان د راولپنډۍ په ګډون په یو شمېر نورو ښارونو کې د سختو اورښتونو له امله د باران بېړنی حالت اعلان شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.