افغان او ترکمن لوری د ریلی همکاریو پر پراختیا خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت ویلی، چې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د ترکمنستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له رییس آزاد اتامرادوف او مل پلاوی سره په کابل کې کتلی.

د خبر پر بنسټ، په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو ریلی همکاریو د لا پراختیا په موخه بحث شوی او د تورغونډۍ سټېشن د پراخوالی ترڅنګ د تورغونډۍ – هرات اوسپنیزې کرښې د امتداد، چې لومړۍ برخه یې تر صنوبره پورې ۲۲ کیلومتره اوږد والی لری، خبرې شوی دی.

د ترکمنستان هېواد پلاوی د ناستې پرمهال افغانستان کې د اوسپنیزې کرښې په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د تورغونډۍ سټېشن د پراختیا او د تورغونډۍ – هرات لومړۍ برخې ۲۲ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د ساختمان او رغونې په برخه کې یې پانګونې ته چمتووالی ښودلی.

د نوموړی په خبره خپل لګښت به د کرښې له فعالیدو وروسته له لاسته راغلو عوایدو څخه بېرته ترلاسه کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.