ډبلیو ایف پی افغانستان د سېلابونو پر وړاندې زیان منونکی هېواد بللی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP پر خپلې اېکس پاڼې ویلی، چې افغانستان د اقلیم د بحران په ځانګړې توګه د سېلابونو پر وړاندې یو له خورا زیان منونکو هېوادونو څخه دی.

د دوی په خبره افغانستان، بنګلدېش، هند او نیپال کې د وروستیو بارانونو او سېلونو له امله د شاوخوا شپږ میلیونه ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ شوی دی.

دا سازمان وایی، چې افغانستان کې یې د سېلابونو د مخنیوی او زرګونه هکتاره ځمکې د خړوبولو لپاره کانالونه او محافظوی دېوالونه جوړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د افغانستان په ګډون پورته هېوادونو کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د سمدستی اقداماتو غوښتنه هم کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.