کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو د دغه وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو او حساب ورکولو پروګرام کې ویلی، چې په تېر یوه کال کې د افغانستان د سوداګری شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلې، چې له دې جملې ۱.۸ میلیارده یې صادرات او څه باندې ۸ میلیارډه یې واردات دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې په تېر یوه کال کې د تشبثاتو د ملاتړ او پیاوړتیا او له بېلابېلو مؤسسو سره د هوکړه لیکونو د لاسلیک له لارې، څه باندې ۶۴۶ زره کسانو ته په مستقیم او څه باندې ۴ میلیونه کسانو ته په غیر مستقیم ډول کاری فرصتونه برابر شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ