کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بامیانو ولایتی روغتون د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د نس ناستې ناروغیو له زیاتوالی خبر ورکړی.
د دغه روغتون روغتیاپالان وایی، د تودوخې درجې لوړېدو سره هممهاله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ماشومانو او نویو ځوانانو ترمنځ د نس ناستې او کانګو ناروغۍ زور موندلی.
د دوی د شمېرو پربنسټ د چنګاښ میاشتې له پیله تر دا مهاله ۵ زره ۴۳۲ تنه ماشومان او نوی ځوانان د بامیان له مرکز او ولسوالیو سربېره د بغلان، میدان وردګ او غور ولایتونو هم ناروغان د درملنې په موخه دغه روغتون ته وروړل کیږی.
د تودوخې زیاتوالی، د روغتیایی لارښوونو نه مراعاتول، د ویروسو لېږد، د کورنیو اقتصادی کمزورتیا د نس ناستې ناروغۍ بنسټیز عوامل ګڼل کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ