کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دریو ایرانی سرچینو له قوله ویلی، چې د ایران ستر مذهبی مشر ایتالله علی خامنه یی خپل هېواد ته امر کړی، چې د ایران په خاوره کې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په غچ کې دې پر اسراییلو مستقیم برید وکړی.
د نیویارک ټایمز په راپور کې د دغو دریو سرچینو هویت نه دی په ډاګه شوی، خو ویلی یې دی، چې له هغو دریو سرچینو څخه دوه یې د ایران د سپا پاسدران غړی دی.
د دوی په وینا ایران به د اسراییلو پر پوځی اهدافو د بېپیلوټه الوتکو او راکټونو بریدونه وکړی.
دغې ورځپاڼې زیاته کړې، ایران د دې احتمال په اړه هم څېړنه کوی، چې د ایران له خاورې پر اسراییلو د مستقیم برید په څېر به د یمن، سوریې او عراق له ځینو برخو هم د اسراییلو پر لور بریدونه وشی.
تر دې وړاندې د ایران ستر مشر د هنیه له وژل کېدو وروسته پرون په خپل پیغام کې وویل، چې اسراییل په دې کار سره د ځان لپاره سختې سزا ته تیار دی.
د حـ. ـماس سیاسی دفتر مشر اسماعیل هـ.ـنیه د چهارشنبې په سهار د تهران په شمال کې له خپل یوه ساتونکی سره په شهادت ورسېد.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ