ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومی ۲۰مه) د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت وایی په افغانستان کې د سخت ژمی په را رسېدو سره دوی پرېکړه کړې چې دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ولېږی.
د سرچینې په خبره د مرستو دوه الوتکې له اندونیزیا کابل ته روانې شوې چې بېړنۍ مرستې او ځینې اړین توکی پکې دی.
اندونیزیا همدا راز ژمنه کړې چې له افغانستان سره به خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوی او د لا ډېرو مرستو تابیا نیسی.
اندونیزیا د هغو هېوادونو له ډلې دی چې تل یې له افغانستان سره د زده کړو، روغتیا او ظرفیت جوړونې په برخه کې پراخې مرستې کړې دی.
گهیځ