کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسوشېټېډ پرېس خبری آژانس د پاکستانی چارواکو له قوله ویلی، چې ناپېژانده وسلوالو پرون په خېبر پښتونخوا کې پر هغو پولیسو برید وکړ، چې د دریو قاضیانو موټر یې بدرګه کاوه.
د خبر پر بنسټ دغه پېښه کې دوه پولیس وژل شوی، خو قاضیانو ته زیان نه دی اوښتی.
د پولیسو یوه مشر سلام خان ویلی، دغه برید په ډېری اسماعیل خان کې شوی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو تر دې مخکې د دغه ډول بریدونو مسوولیت تحـ. ـریک طـ البان پاکستان منلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ