کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایراني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جواد ظریف خپل ستراتیژیک مرستیال ټاکلی دی.
د ایراني رسنیو د راپور پر اساس جواد ظریف به د جمهوري ریاست د ستراتیژیکو ارزونو د مرکز مسوولیت په غاړه ولري.
پزشکیان محمد جعفر قایم پناه هم خپل اجرایي مرستیال او د جمهوري ریاست د دفتر سرپرست ټاکلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/