کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو د دغه هېواد د پټرولو وزیر له قوله ویلی، چې له ترکمنستان سره د ټاپی پروژې په برخه کې د ګډې همکارۍ لپاره پرمختګ شوی دی.
د دوی په وینا د دې پرمختګ له مخې به د دې پروژې د پلی کولو چارې چټکې شی.
دوی وایی، دا پرېکړه اسلام آباد ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په دوه ورځنی سفر کې شوې ده. پاکستانی رسنیو د دغه هېواد د پټرولو وزیر له قوله زیاته کړې، چې په دغو خبرو کې د اقتصادی وصلتوب او د انرژۍ اړتیا د خوندیتوب لپاره ټاپی پروژه کې د ګډې همکارۍ لپاره ځانګړی پرمختګ شوی، چې دې سره به د دې پروژې د پلی کول چارې چټکې شی.
د ترکمنستان د بهرنیوچارو وزیر تېره اونۍ پاکستان ته د یوه پلاوی په مشرۍ تللی و.
ټاپی پروژه د ترکمسنتان لوېدیځ کې له ګلکینش پیلېږی، د افغانستان له هرات او کندهار په تېرېدو سره د پاکستان کوټې او ملتان له لار د هند لوېدیځ کې فزیلکا ته رسیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ