کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا PTM ګڼو مخکښو غړو د دغه غورځنګ د یوه پېژندل شوی غړی، علی وزیر نیول غندلی او د نوموړی د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.
پاکستانی چارواکو تر دا دمه رسماً د نوموړی د نیولو پخلی نه دی کړی، خو د پی ټی ایم سرچینو رسنیو ته د علی وزیر د نیولو خبر ورکړی دی.
سرچینو ویلی، چې تېره شپه اسلام آباد کې دوو موټر سایکل سپرو د علی وزیر له موټر سره ټکر کړی، چې یو تن تښتېدلی او بل ټپی شوی، چې علی وزیر ټپی کس د اسلام آباد یوه روغتون ته رسولی او بیا له هغه ځایه پولیسو دی له ځان سره بېولی دی.
علی وزیر چې د پاکستان په پارلمان کې د جنوبی وزیرستان استازی هم پاتې شوی، تر دې وړاندې د دوو کلونو او دوو میاشتو بند له تېرولو وروسته د ۲۰۲۳زېږدیز کال په فبروری میاشت کې د کراچۍ له یوه زندانه خوشې شو.
پر نوموړی تور و، چې د پاکستان د امنیتی ځواکونو پر ضد یې په خبرو سره خلک پارولی وو، خو نوموړی دا تورونه بېبنسټه بللی وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ