کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ایرانی چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د ایران حکومت د فلسطین د اسلامی مقاومت “حـ. ـماس” غورځنګ د سیاسی مشر شـ. ـهید اسـ ـماعیل هـ ـنیه له شـ ـهادت وروسته ۲۰ تنو څخه زیات تورن کسان نیولی دی.
نیویارک ټایمز زیاته کړې، چې په نیول شویو کسان کې د استخباراتو او پوځ لوړ رتبه افسران او همدارنګه د هغه مېلمستون ساتونکی هم شامل دی، په کوم کې چې اسـ ـماعیل هـ ـنیه په شهادت رسېدلی.
نیویارک ټایمز همدارنګه د ایران د انقلابی ګارد د یو چارواکی له قوله کاږلی، چې ایران له تېرو دوو ورځو راهیسې د لوړ رتبه اشخاصو د ساتنې پروټو کولونو کې هم ژور بدلون راوستی دی.
د یادونې وړ ده چې تهران د اسراییلی توغندیز برید او اسـ ـماعیل هـ ـنیه له شهادت وروسته ایران د ستر غبرګون لپاره تابیا نیسی او د اسراییلی سرچینو له آنده ښایی، ایران داځل برید کې ستر او بالستیک توغندی وکاروی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ