کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بشری ارزونو یوه بنسټ “اې سی اې پی ایس” په خپل خپاره کړی یو راپور کې ویلی، چې په راتلونکو لسو کالو کې به افغانستان د اقلیمی بدلون له عمده خطرونو سره مخ شی.
یاد بنسټ په افغانستان کې د اقلیمی بدلون د اغېزو په اړه یوه راپور کې له نورمال حالت څخه د حرارت درجې پورته کېدل، دیخونو ویلې کېدل، وچکالی، سیلابونه او ځمکې ښویېدنې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د اصلی خطرونو په توګه ښودلی دی.
په راپور کې راغلی چې که څه هم افغانستان د ګلخانه یی ګازونو د خپرېدو په برخه کې ډېره کمه ونډه لری، خو په نړۍ کې د اقلیم د اغېزو د لسو تر ټولو زیانمنوونکو هېوادونو په ډله کې راغلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ