کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم پر اساس هېواد کې د سرحدی سیمو اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه یوه کمېټه رامنځته شوې.
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند وایی، دغه کمېټه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په مشرۍ چې ترکیب کې یې د سرحدی ولایتونو مرستیالان، ولسوالان، د اړوند ولایتونو رییسان او د ملی دفاع وزارت استازی په کې برخه لری، ډیورنډ فرضی کرښې ته څېرمه او نورو سرحدی سیمو کې به فعالیت کوی.
همدا راز دغه کمېټه به د یادو سیمو اوسېدونکو ته د عصری او دینی زده کړو، روغتیا، مخابراتو، سړکونو د څښلو پاکو اوبو برابرولو او نورو برخو کې معیاری خدمات وړاندې کوی.
د دغې حکم له مخې مالیې وزارت ته سپارښتنه شوې، چې د کمېټې د اړتیا وړ بودیجې په برابرولو کې مرسته وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ