حکومت د اوبو رسونې د ۹۸ جلا جلا پروژو تړونونه لاسلیک کړل

ګهیځ: د اسلامی امارت د کلیو او پراختیا وزارت د ۳۵۷ ملیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې د ۹۸بېلابېلو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
د دې وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې دغه تړونونه د یاد وزارت د سرپرست او د ۲۷ ولایتونو اړوند د کلیو د پراختیایی شوراګانو تر منځ لاسلیک شوی دی.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلی، چې د دې پروژو په پلی کېدو سره به شاوخوا ۱۸۳۰۰۰ کسان د څښاک د اوبو او روغتیا ساتنې له اسانتیاوو برخمن شی او د یادو پروژو د جوړولو چارې به د ځایی خلکو لپاره به د ۳۰۵۰۰۰ په شاوخوا کې کاری ورځې رامنځته کړی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د اوبو رسولو یادې پروژې په کلیوالی سیمو کې د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې د ریاست له لوری تطبیق او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یونېسف له خوا تمویل کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.