کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې له یوې نیمې لسیزې وروسته د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د باختر پنبې غوړیو دولتی فابریکې بیا ځلې پر فعالیت پیل کړی دی.
د یادې کارخونې مسوولین وایی، د سرپرست حکومت تر واکمنۍ وروسته یې په تېرو دوو کلونو کې د دغه تولیدی کارخونې بیاځلې د افغان انجنرانو پرمټ ترمیم کړې او دا مهال باکېفیته غوړی تولیدوی.
د باختر پنبې غوړیو د دولتی فابریکې عملیاتی آمر محمد صدیق براتی ویلی، په ۲۴ ساعتونو کې ۳۷۰۰ کیلوګرامه لابراتوار شوی معیاری غوړی تولیدوی او زیاتوی، که نور ماشینونه هم فعاله شی، نو دا کچه به تر ۶ زره کیلوګرامه غوړیو پورې ورسیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ