کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پر اسراییلو د ایران برید د احتمال له زیاتېدو سره له هغو هوایی شرکتونو چې الوتکې یې د ایران له فضا تېریږی، ویل شوی چې د خپلې الوتنې لاره بدله کړی.
په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلی، د اسلامی همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیران به سبا چهارشنبه سعودی عربستان کې د ایران په غوښتنه بېړنۍ غونډه جوړه کړی.
دا به له ۲۰۲۰ م کال راهیسی د اسلامی همکارۍ سازمان چې ۵۷ غړی لری، د وزیرانو څلورمه غونډه وی.
جروسلم پوسټ ورځپاڼې پرون د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر یسراییل کاتز له قوله ویلی، د ایران حکومت پرېکړه کړې چې پر اسراییل برید وکړی.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علی باقری کنی په اسراییل باندې د برید پیغام د هنګری د بهرنیو چارو وزیر پیټر سیارتو ته لېږلی او سیارتو کاتز ته یې په دې اړه معلومات ورکړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ