ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومی ۲۰مه) د کورنیو چارو وزارت وایی چې د ټاپی پروژې پر وړاندې هیڅ راز امنیتی خنډ نه شته دی خو د دغې پروژې د ښکېلو هېوادونو د ډاډ لپاره یوه ځانګړې امنیتی قطعه جوړوی.
د یاد وزارت په وینا، د دې قطعې د رامنځته کېدو پر طرحه کار پیل شوی او ژر به یې کارونه پای ته ورسېږی.
د وزارت ویاند سعید خوستی ویلی چې دغه قطعه به د ټاپی پروژې د پلی کېدو په ساحو کې د امنیت ساتنې دنده پر غاړه ولری. خوستی زیاته کړې ده چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو تر څنګ د استخباراتو عمومی ریاست د ټاپی پروژې د امنیت د ټینګښت په تړاو ترکمنستان ته ډاډ ورکړی دی.
د یادونې ده چې د کانونو وزارت هم ویلی چې اسلامی امارت واک ته تر رسېدو مخکې هم د ګازو د نل لیکې د امنیت په تړاو ترکمنستان ته ډاډ ورکړی و، اوس هیڅ ډول ستونزه نشته او دغه پروژه باید هر څه ژر پیل شی.
گهیځ