عراق کې د امریکایی ځواکونو پر اډه راکټی برید شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبرې آژانس ویلی، د عراق په لویدیځ کې د امریکایی ځواکونو په العین اډه راکټی برید شوی، چې په ترڅ کې یې پنځه امریکایی سرتیری ټپیان شوی.

رویټرز زیاته کړې، امریکایی ځواکونو همداراز اډې ته نږدې اته نور راکټونه هم شنډ کړی دی.

سرچینې لیکلی، له دې برید وروسته په سوریه کې د امریکایی ځواکونو التنف اډه کې هم د تیارسۍ حالت اعلان شوی او د امریکا جنګی الوتکو فضایی څار پیل کړی دی.

دغه بریدونه وروسته له هغې کیږی چې تهران کې د حـ.ـماس د سیاسی دفتر مشر اسـ.ـماعیل هـ.ـنیه تر وژل کېدو وروسته منځنی ختیځ کې کړکېچونه زیات شوی او جی اووه ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په دغو کړکېچونو اندېښنه ښودلې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.