کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عبدالقاهر د مالیاتو د معافیت په خبری ناسته کې ویلی، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم پر بنسټ، د ګازو او تېلو پمپ سټېشنونو د ثابتې او د هوټلونو د انتفاعی مالیې برخه کې د پام وړ کمښت راغلی.
د نوموړی په وینا، د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو د فی لېتر مالیه له ۰.۶ څخه ۰.۳ افغانیو ته راټیټه شوې او د سیار هوټلونه او رسټورانټونو د انتفاعی مالیې کچه ۲ سلنې ته راکمه شوې ده.
د مسوولینو په وینا راتلونکی کې به هم یو شمېر برخو کې د مالیاتو کچه راټیټه کړی.
تر دې وړاندې د افغان حکومت له لوری پر اصنافو او هټیوالو معافیت له یو نیم لک څخه دوه میلیونه ته لوړ شو او مالیات یې له ۰.۵ سلنې ۰.۳ سلنې ته راکم کړل شول.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ