د قوش تېپې کانال د دوهم فاز ترڅنګ شپږ لوی پلونه جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملی پراختیایی شرکت مسوولینو ویلی، چې د قوش تېپې کانال پروژې د دوهم فاز ترڅنګ به شپږ لوی پلونه هم جوړ کړی.

د قوش تپې د کانال د پروژې د مسوول په وینا، دغه پلونه به د هغو ولسوالیو او کلیو د نښلولو په موخه جوړ شی، چې دغه کانال ترې تېریږی.

دا مهال د ملی پراختیا شرکت د قوش تېپې کانال د لومړی فاز په مسیر کې دوه لوی پلونه ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.

له دغو پلونو  یو د ترمز-مزارشریف ریل پټلۍ سره نښلوی او بل یې د مزار شریف-حېرتان پر لویه لاره د لویو او کوچنیو موټرو د تګ – راتګ لپاره جوړ شوی او لوی اقتصادی اهمیت لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.