تر راتلونکو ۷ میاشتو د کابل – کندهار لویې لارې د جوړېدو چارې بشپړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل – کندهار لویې لارې جوړولو د قراردادی شرکت مسوولینو ویلی، چې د دې لارې د جوړېدو چارې به تر راتلونکو ۷ میاشتو بشپړې شی.

کابل – کندهار لویه لار چې د هېواد مهمه او ټرانزیټی لار ده، سویلی حوزه له پلازمېنې کابل سره نښلوی.

د دې لارې ډېره برخه د تېرو جګړو او لوړ وزن لرونکو موټرو تګ – راتګ له امله ویجاړه شوې ده.

پر دې لویې لارې تلونکی خلک د سرپرست حکومت له مسوولینو د پروژې د چارو چټکتیا او په جدی توګه د کېفیت د څارنې غوښتنه کوی.

د کابل – کندهار لویه لار ۴۸۰ کیلومتره اوږدوالی لری، چې د جوړولو چارې یې د ۱۴۰۱ کال د وږی په ۲۵مه نېټه د ټولګټو چارو وزارت له لوری پیل شوې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.