ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومی ۲۱مه) قزاقستان ادعا کړې چې د دغه هېواد په وروستیو نا ارامیو کې له افغانستان څخه هم ځینو ډلو ټپلو لاس درلود.
د قزاقستان ولسمشر د اروپایی ټولنې له استازو سره په خبرو کې ویلی، چې په دغه هېواد کې یې د یوه ستر ترهګریز برید مخه نیولې ده او په خبره یې دوی د یوه ناورین په مدیریت بریالی شوی دی.
قاسم توقایف وایی چې په دې ناندریو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو او افغانستان ځینو کړیو لاس درلود او په خبره یې له همدې امله یې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې عملیات پیل کړی دی.
د توقایف د تازه ادعا په اړه د افغانستان نوی حکومت غبرګون نه دی ښوودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلی وو چې په قزاقستان کې له سوله ییزې لارې د ناندریو د ختمېدو غوښتونکی دی.
گهیځ