د روغتیا نړیوال سازمان د هرات له حوزوی روغتون سره مرسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات ولایت ځایی مسوولینو ویلی، چې د روغتیا نړیوال سازمان د دغه ولایت له حوزوی روغتون سره نوې مرستې اعلان کړی.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې پرون ویلی، چې له دغه روغتون سره یې ۱.۷ ټنه طبی توکی مرسته کړې، چې تر راتلونکو دوو میاشتو به شاوخوا ۱۰ زره کسان تر پوښښ لاندې راولی.

د دې سازمان په خبره دغه نوې روغتیایی مرستې په افغانستان کې د اروپایی ټولنې د همکارۍ له امله رامنځته شوې دی.

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیایی خدمتونو وضعیت د بودیجې د نشتوالی له امله د اندېښنې وړ بللی و.

د یاد سازمان په خبره، په ۲۰۲۳زېږدیز کال په افغانستان کې شاوخوا ۴۲۸ دایمی روغتیایی مرکزونه د بودیجې د نشتوالی له امله تړل شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.