بهرنیو چارو وزارت ایران کې افغان کډوالو سره ناوړه چلند غندلی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ایران کې له یو شمېر افغان کډوالو سره د ایران د امنیتی مسوولینو ناوړه چلند غندلی.

په دې اعلامیه کې راغلی، یاد ناوړه چلند د سرپرست حکومت ژوره اندېښنه راپارولې ده او ځینې مغرضې کړۍ هڅه کوی د دې ډول پېښو په ترسره کولو سره د دواړو هېوادونو مثبتې او ښې اړیکې اغېزمنې کړی.

بهرنیو چارو وزارت له ایرانی چارواکو غوښتی، چې له افغان کډوالو سره د وروستی ناوړه چلند څېړنه وکړی او اجازه ورنه کړی، چې د افغانانو د حقوقو څخه سرغړونه په افغانستان کې د خلکو احساسات زیانمن کړی.

دې وروستیو کې له افغان کډوالو سره په ایران کې د امنیتی مسوولینو بد چلند د افغانانو ترمنځ ګڼ غبرګونونه راپارولی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.