کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د هلمند بست پنبې او نباتی غوړیو کارخونې یو ځل بیا په فعالیت پیل وکړ.
دغه کارخونه د یو شمیر حکومتی چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.
د پرانیستې پرمهال د اقتصاد سرپرست وزیر وویل، هېواد کې ځینې حیاتی کارخونې چې له فعالیته لوېدلې وې، بېرته فعال او رغول شوی دی.
نوموړی ویلی، د بست نباتی غوړیو کارخونه چې ځینې برخې یې په تېر کې د نه پاملرنې له امله له فعالیته لوېدلې وې، بېرته رغول شوی دی.
د اقتصاد سرپرست وزیر زیاته کړې، په یاده کارخونه کې به ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شی او په ښه کېفیت به تولیدات ولری.
د بست پنبې او غوړیو دولتی کارخونه د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې، چې کنجاړه، غوړی او صابن یې مهم تولیدات دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ