کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندوز کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د انګورو د حاصلاتو له ۹۰ سلنې زیاتېدو خبر ورکوی.
د یاد ریاست مسوولین وایی، په پام کې ده چې په روان لمریز کال کې د دغه ولایت له ۱۴۹۳ هکټاره بڼونو څخه ۲۰۰۶ میټریک ټنه د انګورو حاصلات تر لاسه شی، چې دا شمېر تېر کال ۱۰۵۶ ټنو ته رسېده.
بل پلو یو شمېر بڼوال له مسوولینو غواړی، چې له هېواده د باندې د انګورو صادراتو ته زمینه برابره کړی.
د کندوز کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ د دغه ولایت په بڼونو کې لس ډوله انګور شته، چې مشهور هغه یې حسینی، طایپی، کېشمیشی او کله زاره دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ